له هلمندولايت نه دترلاسه شوي خبر له مخې په باباجي ولسوالۍ کې دښمن ته درنه رمرګ ژوبله اومالي تلفات اوښتي دي.
دراکړل شوي خبرپه اساس تېره ورځ سهاروختي د اجيري اردو عسکر او پوليس د يادي شوي ولسوالۍ د سپين مسجد او پاشک سيمو ته د عملياتو په موخه راغلل چې دمجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ شول.
خبروايي جګړه ترماخستنه پوري وغځېده اوپه مهال يې 11 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 9 نور يې مرګوني ټپيان شول.
له دې علاوه 1 ټانګ او 1 عراده رېنجر موټر وويشتل شول چې پوره تخريب شول.
ديادوني ده دجګړې په ترڅ کې ددښمن په متقابلو ډزو کې داسلامي امارت 2 مجاهدين دشهادت لوړ مقام ته ورسېدل.
2013-11-26
افغانستان